دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۴
د مطلب کود : 112164
جمهور رئیس غني له ولس سره د لومړنیو سلو ورځو پلان د شریکولوبهیر رسماً پیل کړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له ولس سره د وزارتونو د لومړنیو سلو ورځو د پلان شریکولو بهیر رسماً پرانیست.
هغه غونډه چې له همدې امله پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني او د رسنیو استازو په کې ګډون درلود.
جمهور رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، هر وزارت خپل سل ورځنی پلان برابر کړی او د دغو پلانونو پر بنسټ ولس ته مشخصې ژمنې وړاندې کوي. موږ یو مسلمان ملت یوو او د اسلام مقدس دین زموږ د ژوند اساس دی، نو له همدې امله د کابینې د کار او له ولس سره د لومړنیو سلو ورځو پلان د شریکولو بهیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه پیلوو.
جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان کابینه واحده، متحده او مسووله کابینه ده.
لومړی ولس ته مسوولیت لري، هر وزیر او جمهور رئیس د ولس خادمان دي، ځکه له خدای تعالی وروسته د دې خاورې اصلي څښتن د افغانستان ولس دی.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه ، دا پلانونه زموږ د کارونو او له ولس سره د شویو ژمنو د ارزولو او د باور د فضا د رامنځته کولو ښه وسیله ده. هیله ده چې رسنۍ، د مدني ټولنې بنسټونه، علمای کرام، خویندې او وروڼه په هرو ۲۵ ورځو کې زموږ کارونه وارزوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل د لومړنیو سلو ورځو په پلانونوکې د والي صاحبانو رول کم رنګه دی، ځکه په لومړيو سلو ورځو کې وزیر صاحبان مسوولیت لري چې په ټول افغانستان کې خدمات وړاندې کړي، خو دویم سل ورځنی پلان د وزیر صاحبانو او والي صاحبانو د ګډو اساسي او اصولي بحثونو پر بنسټ جوړېږي، په هغو کې به د والیانو رول څرګند وي.
جمهور رئیس غني دا هم وویل چې د سل ورځنیو پلانونو دغه بهیر به د ده د کار تر پایه پورې دوام کوي، خو د هر سل ورځني پلان په پای کې به یوه میاشت د یاد پلان د تطبیق بهیر ارزونې ته ځانګړی کېږي. نوموړي زیاته کړه ولس او رسنۍ دې زموږ پلانونه دقیق وارزوي.
جمهور رئیس غني د فساد پر ضد مبارزه د اساسي ټکي په توګه یاده کړه او وې ویل په راتلونکو سلو ورځوکې به موږ د عدلي او قضایي ارګانونو ارزونه بشپړه کړو، دا ارزونه به سرتاسري وي. د اصلاحاتو په راوستلو تمرکز کوو. خصوصي سکتور سره مو هم بحث پیل کړی، خو لا بشپړ شوی نه دی.
جمهور رئیس وویل، د فساد په مقابل کې مبارزه د ملي وحدت حکومت اصل دی. له همدې امله مو د تدارکاتو ملي کمیسیون رامنځته کړی، دغه کمیسیون هره شنبه له درې څخه تر پنځو ساعتونو پورې غونډه کوي او هره لویه پروژه په دقیقه توګه ارزوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل زموږ له اساسي اهدافو څخه یو هم د جومات او ارګ، دولت او مدرسې، علماو او سیاسي، اقتصادي او دولتي قشر تر منځ د واټن له منځه وړل دي. نوموړي د هېواد له دیني علماو، صوفیانو او عرفاني مشرانو مننه وکړه چې تل یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی.
همدارنګه یې د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر څخه د خپل سل ورځني پلان د شریکولو له امله مننه وکړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي فیض محمد عثماني د خپل پلان د ښه تطبیق تر څنګ وویل ، زموږ هڅه به دا وي چې د ارګ، جومات، دیني علماو او سیاسي قشر تر منځ اړیکې لا ټینګې او غښتلې کړو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaiun6y49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته