دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 97016
۱۸ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندز ، فاریاب ، سرپل ، میدان وردک ، لوګر ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۸تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۰ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaiwno.49n061xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته