دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 121858
پګواش: د سولې د لومړۍ ورځې غونډه په ښه توګه پای ته ورسېده
د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د سولې په هدف دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته رسېږي.

دغه غیر رسمي غونډه د پګواش په نوم د یوې نړېوالې موسسې په مرسته جوړه شوې ده.

د دې موسسې د نړېوالې برخې عمومي منشي "پاولو کوتا راموسینو" د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د غونډې په لومړي ورځ خبرې په ښه توګه پای ته ورسېدلې او ګډون کوونکو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره نظریات یو له بل سره شریک کړل:

"د طالبانو په ګډون د بېلابېلو ډلو ۵۵ استازو په دوحه کې ګډون کړی؛ د خبرو فضا ډېره ښه وه، البته که څه هم نظریات بېل بېل دي؛ خو موږ پوهیږو چې څنګه یوه د حل لاره ورته پیدا کړو."

په دغه غیر رسمي غونډه کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب چا برخه نه ده اخیستي. خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د هر هغه اقدام هر کلی کوي چې د سولې د ټینګښت په هدف اخیستل کېږي.

د پګواش د موسسې منشي هم دې غونډې ته هیله مند خو زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ سوله نه راځي:

"دا یوه اوږده پروسه ده او په یوه ورځ کې نه حل کېږي؛ خو زه فکر کوم چې په دې برخه کې یو توافق شته چې هېڅ څوک باید قدرت په انحصار کې ونه ساتي. د ښځو حقوق باید خوندي شي او بل دا چې سوله باید د جګړې خاتمه شي؛ فکر کوم چي دا خپله یوه ښه حل لاره ده."

راموسینو وویل، نن د غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ د غونډې نتیجه هم اعلانېږي.

پګواش غیر دولتي موسسې د ۲۰۱۵ کال د می په میاشت کې هم د افغانستان د امنیت په اړه غیر رسمي غونډه کړې وه چې شاوخوا ۴۰ کسانو په کې ګډون کړی و.

د قطر غونډه په داسې حال کې پيلیږي چې د افغانستان حکومت د امریکا او چین په ګډون له پاکستان سره په تیرې یوې میاشتې کې دوه ځلې غونډې کړې دي او تمه ده چې د سلواغې په اوولسمه درېیمه ورته غونډه جوړه شي؛ څو له طالبانو سره د سولې مخامخ رسمي خبرو ته لاره هواره شي.
https://avapress.com/vdcam6n6a49nua1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته