دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 90185
د بې نظميو څېړل د لومړنيو پايلو د ځنډېدو لامل شوي،دریم ځل قسمي پایلې نن اعلامیږي
د افغانستان د ټاکنو د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، په راپور کې د ورکړل شويو بې نظميو د څېړلو د دوام له امله د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان ځنډول شوى، او دریم ځل قسمي پایلې نن اعلامیږي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ټول ټال رایو ۸۹ سلنه برخه یې سیستم ته داخله کړې ده چې نن به د قسمي پایلو درېیم پړاو اعلان کړي.
دا به د اعلانېدونکو پایلو تر ۸۰ سلنې ډېره برخه وي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویندویي نورمحمد نور وویل د رای اچونې له نژدې ۱۵۰۰ مرکزونو څخه، چې پر رایو یې شک کېږي، د ۱۴۶۳ مرکزونو رایې اوس د ټاکنیز کمیسیون سیستم ته د داخلېدو په حال کې دي.
د نور کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغو مرکزونو د رایو صندوقونه له دې کبله وپلټل شول، چې زیاتره رایې یې د یوه مشخص نوماند په ګټه شمېرل شوې وې.
ښاغلي نور دا هم وویل چې د ۷۸۹ نورو رای اچونو د مرکزونو د رایو بیا شمېرنه هم بشپړه شوې ده.
له دې سره په یوه وخت د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونیما) ویلي، د رای شمېرلو د روڼوالي لپاره د افغانستان ټاکنیز کمیسیونونو هڅې د درناوي وړ دي
د یونیما مشر یان کوبیش د ټاکنیزو کمیسیونونو له مشرانو سره په کتنه کې د هغوی هڅې ستایلې دي او یوځل بیا یې د ملګرو ملتونو په استازولۍ د افغانستان د ټاکنو ملاتړ کړی دی.
د ټاکنو لومړنۍ پایلې بل سبا اعلانېږي.
بل خوا، د ټاکنیز کمیسیون د رسنیو د سرغړونو ارزوونکي کمیسیون ۱۴ انځوریزې او غږیزې رسنۍ د سکوت پړاو کې د یوه کاندید په ګټه په خپرونو تورنې کړې دي.
کمیسیون ویلي، چې تورنې رسنۍ یې له پنځو زرو تر ۷۵ زرو افغانیو پورې نغدي جریمه کړې دي.
په تورنو رسنیو کې ۱۳ تلوېزیونونه او یوه رادیو راځي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcam6no.49nwa1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته