دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۵۵
د مطلب کود : 138256
د هلمند–کندهار په لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي
د هلمند-کندهار په لویه لاره کې د یوې ټرافیکي پېښې په ترڅ کې ۵ تنه وژل شوي او څه ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۴۰۳ ډوله موټر له واټ څخه واوښت.
که‎څه هم هغه د وژل شویو او ټپيان شویو د کره شمېر په اړه څه نه وايي،خو یو سرچینه وویل چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه ټپيان شوي دي.
https://avapress.com/vdcaman6i49neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته