د ملي دفاع وزارت وایي، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي او شپږ نور هم ټپیان دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا تصفیوي عملیات د ملي اردو ځواکونو له خوا په کندهار، سرپل، بغلان او کابل ولایتونو کې شوي چې؛ څلور وسله وال پکې نیول شوي هم دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځواکونو ۵۵ ماینونه او څلویښت کیلوګرامه چاودیدونکي مواد کشف او شنډ کړي دي.
د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې تیره شپه د سراج الدین په نوم د طالبانو یو قومندان او درې وسله وال وژل شوي دي.
د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قومندان یارمحمد نن ازادي راډیو ته وویل؛ په دې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات دوام لري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)