دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۳
د مطلب کود : 156058
افغان ځانګړیو ځواکونو په تېرو۱۰ میاشتو کې۵۰۰ عملیات کړي

افغان ځانګړیو ځواکونو په تېرو لس میاشتو کې د سخت دریځو د له منځه وړلو لپاره پېنځه سوه عملیات کړي، چې په کې له۶۰۰۰ ډېر طالب او داعش وسلوال وژل شوي او لسګونه مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.

افغان ځانګړي ځواکونو او کوماندو سرتېرو د افغانستان د روانې جګړې ډېر پیچلي عملیات پر مخ وړي، چې د هېواد په څوارلس ولایتونو کې دایمي اډې لري او سختدریځي ځپي.

د ځانګړیو ځواکونو د قول اردو قومندان بسم الله وزیری وایي، مونږ د هېواد په ۱۴ ولاتونو کې اډې لرو او له همدې ولایتونو څخه په نورو سیمو کې خپلو عملیاتو ته ځانونه رسوو.

نوموړی زیاتوي؛ سرتېرو یې یوازې په تېرو لس میاشتو کې ۱۴۷ ځانګړي ، ۴۷۸ ملاتړي عملیات تر سره او په کې  ۶۱۰۱ طالب او داعش وسلوال وژل شوي دي. ۳۲۸۵ کسه ټپیان او تښتیدلي او ۴۴۳  نور نیول شوي دي.

افغان ځانګړي سرتېري وايي، چې  مونږ بشپړ تجهیز شوي یو او دښمنان مو په وړاندې دریدلی نشي. مونږ ځانګړي تمرینات او زدکړې لرو او کولی شو دښمن په آسانۍ مات کړو.

افغان دولت پلان لري، چې د ځانګړیو ځواکونو شمېر دوه برابره او پر ښو وسلو او پوځي وسایلو یې سمبال کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamin6a49nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته