دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 106350
د دفاع وزارت تدارکاتو برخې کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شول
افغان ولسمشر اشرف غني د دفاع وزارت د تيلو ټول قراردادونه لغوه کړي او د دغې برخې د مسوولينو دندې يې تر کره ارزونې پورې ځنډولې او ممنوع الخروج يې اعلان کړي دي.
ښاغلي غني دغه ګام وروسته له هغو ادعاوو پورته کړ، چې ويل کېږي د تيلو په دوو قراردادونو کې څه د پاسه ۲۰۰ ميليونه ډالر توپير موجود دی.
د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي یوې خبري غونډې ته وویل، ښاغلي غني دا پرېکړه وروسته تر هغه وکړه چې له یوشمېر خصوصي شرکتونو سره ددفاع وزات ځینې قراردادونه وارزول شول.‌
په دغو قرادادونو کې د دفاع وزارت سونتوکي هم راځي.
د ښاغلي سالارزي په وینا، د سونتوکو چمتو کولو او د وزارت اوو نورو قراردادونو حقوقي او مسلکي ستونزې لرلې،‌ چې په همدې پلمه ولسمشر د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکه.‌
اشرف غني دفاع وزارت ته دا امر هم کړی چې له شرکتونو سره دې د ټولو لاسلیک شویو قراردادونو جزییات د ټاکل شوي پلاوي په واک کې ورکړي چې بشپړه ارزونه یې وکړي.
دا اعلان هم شوی چې ژر به د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تدارکاتي برخې ملکي شي او په پام کې لري چې د ولسمشرۍ د تدارکاتو برخه ددې طرحې په عملي کولو کار وکړي.
د ولسمشر ویاند د ښاغلي غني له خولې دا هم ویلي، چې ددفاع وزارت په لویو قراردادونو کې ګڼې لویې ستونزې به د ټاکل شوي پلاوي تر ارزونې وروسته پخپله د ولسمشر له خوا له نژدې وڅارل شي.‌
سالارزی وايي، په هغه ناسته کې چې د دفاع وزارت قراردادونه وارزول شول، د آیساف او سیګار استازو هم حضور درلود.‌
د سالارزي په وینا، په ناسته کې ډېر ټینګار پر دې وشو، چې ددفاع وزارت د قراردادونو برخې له سیستماتیک شفافیت باید ځانونه ډاډمن کړي.‌
د افغانستان امنیتي وزارتونو ته د بودیجې ډېره برخه ځانګړې شوې ده، چې هر کال د عادي بودیجې سربېره،‌ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پراختیايي بودیجه نژدې څلورو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcamin6w49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته