دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 125557
د خوست هوایي ډګرد جوړولو د پوروژی قرارداد وغځول سو.
دغی پروژی د مالی هزینه تر ۷۰۰ میلیونه افغانی زیادتره برآورد سوی دی چی د دولت د انکشافی بودجی څخه ورکړسوی دی.

د خوست هوایي ډګرد جوړولو د پوروژی قرارداد وغځول سو.

د ملکی هوايي چلند د خوست هوایي ډګر د جوړولو د پروژي د ساختمانی شرکت سره د قرار داد د خپلواک ریاست د ۱۴ میاشتو لپاره موده تمدید سو.

د خوست ولایت د میدان هوایی کار له سو اوونی مخکی د ولسمشر د حکم په اساس کی متوقف سوی دی.

د هوايي مسنقله ملکی اداره د فیض ساختمانی شرکت د موافقی سره، بی له هیڅ تغییر د نور قرارداد بخشونه سره اود هغه ټوټل نرخونه ، یوازی د قرار داد مدت یی ۱۴ میاشت تمدید کړی دی.

دغه تعدیل د تدارکات د قانون په اساس ، د ملی تدارکات کمیسیون فیصله او د هوایی مستقله ملکی اداری سره شوی دی.

د قرارداد تعدیل د خوست ولایت د هوایی ډګر پروژی له تورن حامد ظاهر د ملکی هوانوردی مستقله اداره د عمومی مشر او ښاغلی نور د فیض ساختمانی شرکت په امضا او لاسلیک رسیدلی دی.

په دغه حال کی مخکی یو هیات د کار د توقف دپاره د خوست ولایت میدان ته سفر کړی وو.

دغه هیات د اشرف غنی په هدایت باندی د خوست ولایت د میدان هوایی د کار د توقف دپاره راغلی وو او وظیفه درلود چی د میدان هوایی د توقف کار یی بررسی وکی تر سو چی ستونزی حله سی او کار بیرته پیله سی.


د ویلو وړ دی چی د دغی پروژی د مالی هزینه تر ۷۰۰ میلیونه افغانی زیادتره برآورد سوی دی چی د دولت د انکشافی بودجی څخه ورکړسوی دی.

 

https://avapress.com/vdcammn6049num1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته