دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 100851
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ملي پولیسو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
دغه عملیات چې تېره ورځ ماښام ناوخته د یادو ځواکونو له لورې د نهر سراج ولسوالۍ اړوند سیمو کې د ترهګرو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شول، ملي پولیسو ځواکونو او ملکي و ګړو ته په کې زیان ندی اوښتی او عملیات په پوره بریالیتوب سره ترسره شول .
په دغه عملیاتو کې د وژل شوو وسله وال طالبانو څخه یو اندازه وسلی ، مهمات ، ۱۱ کړۍ ماینونه او يو شمېر نور پوځي وسايل د ملي پولیسو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
https://avapress.com/vdcamwn6649nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته