دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۵
د مطلب کود : 89015
په فاریاب کې د انتخاباتو په ورځ ۲۱ مخالف وسله وال وژل شوي دي
د فاریاب سیمه ییزو چارواکي وایي چې؛ د انتخاباتو په ورځ په دې ولایت کې یوویشت وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.
د فاریاب والي محمد الله بتاش آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغو وسله والو مخالفینو غوښتل انتخابات ګډوډ کړي چې؛ امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
دی وایي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ دا نښتې د المار، قیسار، دولت آباد، غورماچ او پښتون کوت ولسوالیو کې شوي.
د فاریاب والي همدا راز وایي چې؛ په دې نښتو کې پنځه تنه افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او شپږ ټپيان دي.
هغه وایي، خو په دې ولایت کې خلکو وکولی شول چې؛ په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپلې رایې وکاروي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcamwna.49no61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته