دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 104857
له ۵+۱ ډلی سره هیڅ ډول موافقه نه ده شوې
د ایران  د خارجه   وزارت  د رسندویی  ډیپلماسۍ  د لوی  دفتر   د رپوټ   له  مخی، دایران  د خارجه  وزارت  ویاندی، مرضیه  افخم، نن د آسوشیتد پرس  د خبر  په  تکذیبولو سره  ټینګار  وکړ :  دا ډول   رسندویی  فضا جوړونه  او تبلیغات، د خاصو سیاسی  اغراضو له  مخی  ترسره کیږی؛  او د دغه  کار  اصلی  هدف، دمذاکرو  د فضا  تخریبول، او د موضوعګانو  لا پیچلی کول دی .
آسوشیتد پرس، بیګا  د یو خبر  په  خپرولو سره، ادعا  وکړه  چی،  ایران  او امریکا  یوی  لنډ مهالی  موافقی  ته  رسیدلی دی، چی  له  مخی یی  ټاکل شوې ده، تهران؛ د اټمی وسلی  د جوړولو لپاره، داستفادی  وړ اټمی  توکو، ستره برخه، روسیی ته  منتقل کړی . 
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(او)
https://avapress.com/vdcamyn6049nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته