دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 89899
د کندهار صنعتي پارک ته ١٦ مېګاواټه لمريزه برېښنا ورکول کېږي
کندهار، افغانستان- برېښنا شرکت د کندهار د صنعتي پارک لپاره د اوسنۍ ډېزلي برېښنا پر ځاى ١٦ مېګاواټه لمريزه برېښنا برابروي.
د کندهار د برېښنا رئيس انجنېر سيدرسول په هغه خبري ناسته کي چي د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي جوړه سوې وه، وويل، د لمريزي برېښنا د توليد لپاره به ډېر ژر يوه مناسبه ساحه وټاکي. هغه زياته کړه، د برېښنا شرکت له لوري پر دې کار روان دى تر څو داسې يوه ساحه ورته وټاکل سي چي مزي يې د برېښنا نيټورک او سيسټم ته نژدې وي. انجنېر سيدرسول د خبرو په دوام وويل، له دې لمريزي برېښنا سره به صنعتي پارک پر خپلو پښو ودرېږي او خپله مستقله برېښنا به ولري.
دغه راز د برېښنا رئيس وويل، د دهلې بند لپاره يې پلان جوړ کړى، چي پر هغه باندي د بند جوړولو په صورت کي کندهار ښار ته برېښنا ورکولاى سي. د ده په خبره، په دهلې بند کي دومره وړتيا سته چي د کندهار ښار لپاره تر يوه حده برېښنا توليد کړي.
سيدرسول وويل، په کندهار کي د خلکو له لوري په شخصي مصرف ټرانسفرمر سټېشنونه جوړ سوي، چي دا وروسته د هغوى ملکيت نه، بلکي د برېښنا شرکت ملکيت ګرځي او د هر ډول تغير و تبديل صلاحيت يې له شرکت سره دى.
هغه زياته کړه: “د کندهار په ځينو ساحو کي شخصي ټرانسفرمر سټېشنونه جوړ سوي، خلکو په خپلو پيسو جوړ کړي او د برق تر پايې يې لين کشي کړي، چي د دغو صلاحيت او ملکيت نور له خلکو سره نه، بلکي له برېښنا شرکت سره پاتېږي.”
د برېښنا رئيس وويل، له تېر کال راهيسي يې د برق د ميټرانو د ډيجټل کېدو پروسه پيل کړې، چي له دې سره يې د ډېرو ضايعاتو مخه نيولې ده. هغه دغه راز زياته کړه، د ميټرانو له نوي او ډيجيټل کېدو سره له باغ پُل څخه تر زراعتي ملي پوهنتون پوري د برېښنا نوي مزي غځولي دي.
نوموړي وويل: “که ښاريان زاړه لينونه او ميټران نوي کړي او برېښنا تر ممکنه حده کمه استعمال کړي، د برېښنا ضايعات به تر ډېره کم سي او تر ډېره حده به ښاريان له برېښنا څخه برخمن سي. داراز مو د کجکي په دستګاه کې تخنيکي ناڅاپي ستونزي هواري کړي، په برېښنا کوټ کي مو په تېر کال کي يو نوى سب سټېشن رامنځته کړى او اوس هم تېر ډېره له هغه څخه برېښنا اخلو.”
ښاغلي سيدرسول د خبرو په دوام وويل، د تېر کال په جريان کي يې په برېښنا کوټ کي نوي ډېزلي جنراتوران هم نسب کړي دي. هغه زياته کړه، دغه راز يې د کجکي له لين څخه تر کندهاره د دوراهي په نوم يو نوى جنکشن هم جوړ کړ، چي ټول پر کمپيوټرايزډ سيسټم عيار دى.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaoana.49noo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته