دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 96819
امریکا: اوکراین ته د روسيي بشري مرستې د اوکراین د حکومت تر څارنې تیرشي
متحده ایالات وایې، د اوکرایین ختیځ ته د روسیې بشري مرستې باید د اوکرایین د حکومت ترکنټرول لاندې لارو څخه له ګمرکي څارنې تیر شي او بیا په سیمه کې د سره صلیب نړېوالې کمیټې ته وسپارل شي چې وې ویشي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف پرون په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، که دغه بشري مرستې له دغو ټولو پړاوونو تیرشي بیا به یې امریکا ملاتړ وکړي:
″موږ د اوکراینیانو سره نن وغږیدو. دوی داسې پلان لري چې ورته خوشاله دي، موږ هم ورسره موافق یوو، اوس د روسانو خبره ده چې داسې وکړي.″
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې اندیښنه وښوده چې ښایې د روسیې دغه کاروانونه مرستې نه وې بلکه کیدای شي مسکو له دې څخه اوکرایین ته د ننوتو لپاره کار واخلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اوس ویلي دي چې اکرایین ته د دوی بشري مرستې به یوازې د سره صلیب د نړېوالې کمیټې ترڅارنې لاندې دغه هېواد ته داخلې شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaoano.49ni61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته