دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 103993
محور ورځپاڼه: په قطر کې د طالبانو د کور دروازه بیا پرانستل شوه

له اوږده ځنډ وروسته په قطر کې د طالبانو د دفتر دروازه بیا پرانستل شوه. دغه دفتر ته له افغانستان، پېښور او کوټې څخه طالب مشران رسېدلي دي.
افغان امنیتي سرچینې وایي، له دویم ادرس څخه د خبرو د پیل کېدو له وېرې پاکستان په افغانستان کې غلچکیو بریدونو ته زور ورکړی دی.
سره له دې چې په قطر کې د مذاکراتو ابتکار له امریکا سره دی، خو په دغه هېواد شک دی چې د پوځي اډو له جوړېدو وروسته یې د افغانستان له امنیتي سکتور سره د جنګ په میدان او د معلوماتو شریکولو په برخه کې خپلې مرستې صفر ته راټیټې کړې دي.

د محور ورځپاڼې ترلاسه کړي معلومات ښیي چې یو وار بیا په قطر کې د سولې خبرې اترې ګرمې شوې دي او په همدې تړاو له افغانستان، کوټې او پېښور څخه ځینې طالب مشران او د طالبانو خواخوږي همدا وخت قطر ته رسول شوي دي.
په قطر دفتر کې د سولې په خبرو اترو کې پر ښکیلو غاړو دا ځل چینایان هم اضافه شوي او د پاکستان په هغه دوه استازو هم هوکړه شوې ده، چې وړاندې یې په یوه جنجال وو.
د سولې عالي شورا غړي حاجي موسی خان هوتک له محور سره په مرکه کې تائید کړه، چې په قطر کې د سولې خبرې اترې تر یوه اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي او پدې اړه پر افغانستان سربېره له کوټې او پېښوره هم طالب مشران او استازي قطر ته رسېدلي دي: ((دا ځل د سولې خبرې اترې ځکه متفاوتې دي، چې انګلستان او امریکا هم موافقت ښودلی. د پاکستان دوه استازي، قطر مېشتي طالب مشران، یو شمېر بهرنیان او له افغانستانه رسول شوي طالب خواخوږي هم پدې مذاکراتو کې شته دي.))

شنونکي وایي، پاکستان له همدې وېرې چې د سولې د خبرو اترو کیلي یې له لاسه ونه وځي په افغانستان کې یې بریدونو ته زور ورکړی، خو په تازه کې ولسمشر غني ویلي، چې په هر ډول کېږي، نو امنیت به راولي او هېڅ ډول بریدونو ته نه تسلیمېږي.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په غونډه کې یې وویل، چې د سولې لپاره په یو هر اړخیز چوکاټ کار روان دی: ((د افغانستان ګڼې ستونزې په نظر کې نیسو. په سیمه ګې هم ګڼې ستونزې شته، چې ددې ټولو ترمنځ د سولې لپاره په یو هر اړخیزه چارچوب کار روان دی.))
د سیاسي چارو شنونکی او د سولې عالي شورا یو بل غړی عبدالحمید مبارز وایي، په مجموع کې طالبان هم له جګړې ستړي شوي، خو یوازې هغه ډله جنګول کېږي، چې د استخباراتي کړیو تر فشار لاندې دي: ((مذاکرات روان دي. د امریکا، انګلستان او سعودي عربستان اغېز به پاکستان مجبوروي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ وکړي.))

د سولې په اړه پر پاکستان د فشار خبره داسې مهال مطرح کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د هېڅ هېواد فشار ته نه تسلیمېږي.
خو ښاغلی مبارز وایي، نوي افغان حکومت د سیمې اوضاع درک کړې او افغانستان اوس د پاکستان د انرژۍ او اقتصاد د ترانزیټي لارې په توګه پخپله د فشار هغه وسیله ده چې پاکستان له غاړې اېښودو پرته بله لار نه لري.
په ورته وخت کې د سولې په اړه د امریکا په نیت هم شک موجود دی، چې د پوځي اډو تر جوړېدو وروسته یې هغسې چې له افغان امنیتي سکتور سره د جګړې په ډګر کې او د معلوماتو د شریکولو ژمنه کړې وه، مرسته نه کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaoen6e49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته