دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 126196
هلمند کې د ملاريا ناروغي کمه شوې
د عامې روغتيا ځايي مسؤلين وايي، د تېرو کلونو په پرتله دغلته د ملاريا د ناروغۍ کچه کمه شوې ده چې د ماشلومو کارول او د مخنيوي په اړه يې عامه پوهاوی لوی لاملونه دي.

د عامې روغتيا ځايي مسؤلين وايي، د تېرو کلونو په پرتله دغلته د ملاريا د ناروغۍ کچه کمه شوې ده چې د ماشلومو کارول او د مخنيوي په اړه يې عامه پوهاوی لوی لاملونه دي.

سره له دې چې کلونه وړاندې هلمند کې ګڼ شمېر خلک د ملاريا پر ناروغۍ اخته وو، خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د ملاريا د ناروغۍ د درملنې د څانګې امر ډاکټر عبدالمنان مفتي زاده وايي، د دوی د څېړنو له مخې دغلته د ملاريا د ناروغۍ کچه ټيټه شوې ده.

د يادې ناروغۍ د کمولو په موخه هر کال د روغتيا وزارت د ځانګړيو خپرونو له مخې ولايتونو کې خلکو سره د ماشلومو مرسته کوي او عامه پوهای خپروي.

هلمند کې داسې مهال د ملاريا ناروغۍ د کموالي خبره کېږي چې روان کال روغتياپالانو افغانستان کې د ملاريا د کچې د لوړېدو اټکل کړی.

 

  •  
سرچينه : tatobay
https://avapress.com/vdcaoin6i49nu61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته