دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 100590
دعربستان آل سعود رژیم چارواکي پخپله ځان ته ګور کندي
 دعربستان په ختیځ کې دالقطیف په زرګونوخلکو پرون ددغه هیواد دستر دیني مبارز شیخ نمر باقر النمر دپانسۍ دحکم په غبرګون کې دمظاهرو په جوړولو سره دهغه او په عربستان کې دنورو سیاسی بندیانو پر خوشی کیدو ټينګار وکړ.
په دغو مظاهرو کې ګډون کونکو دآل سعود رژیم په ضد سخت شعارونه ورکول او دخپلو حقه حقوقو دترلاسه کولو پورې ئې پر خپلو اعتراضونو هم ټينګار کاوه .
راپورښئ دعربستان په نوروختیځي سیمو او دغه راز په بحرین ،پاکستان ،هندوستان او ځینو نورو هیوادونو کې هم دشیخ باقر النمر د سزا د فیصلې په ضد په اعتراضونو کې سترې مظاهرې شوي او دآل سعود رژیم جنایتونه ئې په سخته غندلي دي . دتهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا... سید احمد خاتمي هم پرون دجمعې لمانځه په خطبو کې دآل سعود رژیم ددغې فیصلې په غندلو سره روښآنه کړې چې په دغې فیصلې سره دآل سعود رژیم چارواکو پخپله دځان لپاره ګور کیندلی دی.
له دې سره په یووخت دعراق دحزب ا... غورځنګ عمومی منشي شیخ عباس المحمداوي هم دعربستان دیوې محکمې ددغې فیصلې په محکوم کولو سره ویلی دي ددغې فیصلې داجرا په بڼه کې به په سیمې کې له عربستان سره اړونده یو ځاي هم په امن کې پاتې نشي او دشیخ نمر دپانسۍ اجرا په عربستان کې دآزادي غواړو غورځنګونو درامینځةکیدا لامل کیدلی شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaown6w49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته