د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخې، د دي ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل رسنیوته وویل، چې دغه طالب وسله وال تېره ورځ د غزني ولایت د ابند ولسوالۍ په بزک کلي کې وژل شوي.
سرچنیو زیاتیوي، چې افغان امنیتی ځواکونو په ګډه په غزنی ولایت ابند ولسوالی لړ عملیاتو وسله والو ته کمین نیولی و، چې په ترڅ کې یې ۱۸ تنو طالبان و وژل شول او ۹ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والوی مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي
.