د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو ترهګرو ډلو ته د مسافر په نامه د وسلو او مهماتو یو تن اکمال کوونکی بالفعل له دوه میله کلاشینکوفونو،یو میل کارابین،درې میله پاکستاني تفنګچو، د پیکا له ۴۰۳ او کلاشینکوف له ۱۲۰ فیره مرمیو سره د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې نیولی دی.
له دې سره د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د بغلان ولایت په دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د یو لړ ځانګړو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۷ میله میکروف تفنګچې،۱ میل شتار ډوله تفنګچه،یو کړۍ پرسونل ضد ماین،د ۸۲ میلي متري توپ یو فیر مرمۍ او د کلاشینکوف او تفنګچو ۹۴۰ فیره مرمۍ کشف او نیولې دي.
د یادو وسلو او مهماتو په نیولو سره له یو لړ ترهګریزو چارو مخه ونیول شوه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)