دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 137824
جمهوررئیس غني د کندهار مشرانو او استازو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کندهار له یو شمېر مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې جمهور رئیس غني د کندهار ولایت مشرانو اواستازو ته د وروستۍ تروریستي پېښې له امله یو ځل بیا تسلیت ووایه او د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله وکړه.
په دغه کتنه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل، د ولایتي شورا استازي حاجي اغا لالي دستګیري، سناتورې روڼا ترین او د ولسي جرګې استازي ښاغلي عبدالرحیم ایوبي د خبرو پرمهال د کندهار د وروستۍ پېښې له امله د جمهور رئیس له غمشریکۍ او د قربانیانو کورنیو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه.
یادو ویناوالو د امنیت، تعلیم، برېښنا، کرنې، د بندونو او کانال، سپېڅلو او تاریخي ځایونو جوړولو او د کندهار د کدرونو د جذب په برخه کې د شته ستونزو په یادولو سره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل. هغوی ټینګار وکړ، چې د کندهار وروستۍ تروریستي پېښه دې په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او د څېړنو موندنې دې د کندهار ولس سره شریکې شي.
د ویناوالو د څرګندونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس د کندهار وروستۍ تروریستي پېښې دقیقې او هر اړخیزې څېړنې ته په اشارې وویل، د اماراتو د څېړنو د ټیم په ګډون درې ټیمه د کندهار د وروستۍ تروریستي پېښې په دقیقه څېړنه بوخت دي او موندنې به یې پر وخت له ولس سره شریکې شي.
جمهور رئیس غني وویل، د اوبو مهارول او د بندونو جوړول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او د کندهار د بندونو او کانال جوړول هم په پام کې دي. هغه زیاته کړه، د کندهار برېښنا د هرات له لارې غځېدونکې برېښنا څخه تامینېږي.
د هېواد جمهور رئیس د معارف، انکشافي پروژو په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې د ولسونو همکاري مهمه وبلله او له دوی څخه یې په ټینګار وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې له حکومتي مسوولینو سره همکاري وکړي.
محمد اشرف غني وویل، د کندهار ځوان کدرونه به د هېواد د ټولو ځوانانو په څېر د خپلې پوهې او وړتیاو پر مټ په شفافه توګه په مناسبو ځایونو کې استخدام شي. هغه ټینګار وکړ، چې تورغونډۍ او سپین بولدک باید د برېښنا له لارې سره ونښلول شي.
ارګ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcau0n6y49nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته