دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 113325
د جمهور رئیس غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه وکړه

 افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون نن سهار په ارګ کې خپله اونیزه غونډه وکړه. 
په دغه ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش او د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور او د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد ګډون درلود.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په دغه نوبتي غونډه کې د فواید عامې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي او د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارتونو او د کابل ښاروالۍ قراردادونه وارزول شول، چې ځینې یې منظور او ځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت ته لارښوونه وشوه چې د نوري فایبر د ټولې پروژې په هکله د پریزنټېشن له لارې یو روښانه تصویر وړاندې کړي.
همدارنګه د فواید عامې وزارت ته هدایت ورکړل شو چې په خپلو قراردادونو کې د حفظ او مراقبت امکانات او تدابیر پیش بیني کړي او خپلې د څارنې دندې ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهور رئیس محمداشرف غني مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د پروژو مالي تادیاتو ته د هغو د کار له پرمختګ سره سر ورکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauen6m49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته