دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 125926
د افغانستان ۶۲ سلنه وګړي لاهم نالوستي دي
پوهنې او د حج او اوقافو وزارت په خپل منځ کې د بې سوداۍ د له منځه وړو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړه.
پوهنې او د حج او اوقافو وزارت په خپل منځ کې د بې سوداۍ د له منځه وړو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړه.

وزير ټينګار کوي، چې  په هېواد کې د افراطیت د له منځه وړو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
دلته دوه وزارتونه د دیني عالمانو له لارې غواړي چې د نالوستۍ کچه ټیټه کړي او په دې هکله یې هوکړه لاسلیک کړه ترڅو دیني عالمان د جوماتونو له لوري په دې اړه پوهاوی وکړي.
د پوهنې وزارت وايي، چې لوستو کسانو ته په پرتلې سره د نالوستو کسانو شمېر ډېر دی.
د حج او اوقافو وزارت وايي، که څه هم د ډېرو دیني عالمانو په ذهن کې افراطي افکار شتون لري، خو د دوی له ذهنونو څخه د دې افکارو د لرې کولو هڅې پیل شوې دي.
د هېواد په ډېری لرو پرتو سیمو کې د دیني عالمانو ترمنځ د حکومت ضد افکار شتون لري، خو د حج او اوقافو وزارت دغه مسأله په بهرنیو عالمانو پورې تړي.
په دې کنفرانس کې د پوهنې او د حج او اوقافو وزارتونو یوه شپاړس ماده ایزه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې يې دیني عالمان په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته د تعلیم او پوهنې په هکله عامه پوهاوی کوي. 
https://avapress.com/vdcaumn6i49nuo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته