دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 139327
پر ملي خیانت د تورن شویو امنیتي چارواکو د استیضاح پرېکړه وشوه
د ولسي جرګې یو شمېر غړي امنیتي چارواکي پر ملي خیانت تورنوي او د هغوی د استیضاح پریکړه یې وکړه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د سردار محمد داوود خان پر روغتون له برید وروسته ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ(د کب ۲۳) د امنیتي چارواکو د برخلیک معلومولو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.
د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري د امنیتي چارواکو په اړه تندې څرګندونې وکړې او په بشپړ ټينګار یې وویل، چې امنیتي چارواکي ملي خاینان دي او ولسي جرګه باید د باور رایې ورڅخه واخلي.
د ولسي جرګې غړی انجنیر صاحب خان وايي، چې له ترهګرو سره ملاتړ کوونکي باید د کابل په دروازو کې پر دار وځړول شي.
نوموړی زیاتوي، چې د همدغو ناکامو چارواکو له کبله هره ورځ ولسي وګړي وژل کیږي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د ملي دفاع وزیر بې کفایته او د وزارت وړ یې نه ګڼي.
هغه زیاتوي، چې د ملي دفاع وزیر یو بې کفایته سړی دی او د ملي دفاع وزارت د څوکۍ وړتیا نلري.
د جرګې غړی نواب منګل وايي؛ امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی، چې اوس داکتران هم د خونديتوب احساس نه کوي.
د نوموړي په وینا؛ کورنیو چارو او دفاع وزیران ود دندو په رسولو کې پاتې راغلي او صندوقونه باید ورته کیښودل شي.
د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې امنیتي چارواکي د استیضاح پرېکړه واوروله.
د جرګې غړي په دې باور دي، چې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او د چارو د سمون لپاره حکومت باید په نویو لارو چارو غور وکړي.
https://avapress.com/vdcauon6049nee1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته