دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 119626
د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د پنج شنبې پر ورځ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر محمد رضا بهرامي سره وکتل.

په دې لېدنه کې د افغانستان او ایران پر امنیتي همکاریو خبرې وشوې او د ایران سفیر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته د دویم ځل لپاره بلنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو په اړه د مشورو او بحثونو په موخه د ایران له اسلامي جمهوریت څخه لېدنه وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ مهمې وبللې او د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر د دویم ځل بلنې څخه یې مننه وکړه. د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې په مناسب وخت کې به د افغانستان ایران د امنیتي همکاريو په اړه د بحثونو او مشورو لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauon6i49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته