دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 89952
سعودي عربستان په سیمه کښې دناامنۍ ستر عامل دی
دسعودي عربستان سیاسي فعال وویل سعودي عربستان په سوريې ، عراق ،لبنان ، یمن، بحرین او مصر کښې د بې ثباتۍ عامل دی .
دسعودي عربستان سیاسي فعال حمزه الحسن له العالم ټيلي ویژن سره په مرکه کښې په سیمه کښې دسعودي عربستان درول او په نورو هیوادونو کښې دهغه لاسوهنو په باره کښې وویل سعودي عربستان اوس د سیمې دمشکلاتو یوه برخه دی .
حمزه الحسن په عراق کښې دسعودي عربستان لاسوهنو په اشارې سره وویل سعودي عربستان دعراق په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي ځکه چې عراق د عربستان دغوښتنې په اپوټه مخ ته روان دی .
دغه سیاسي فعالی په سوریې کښې د سعودي عربستان لاسوهنه غمیزه رامینځته کونکي وبلله او ډاګینه يې کړه په سوريې کښې له ترهګرو دسعودي عربستان د چارواکو هراړخیزه ملاتړ سبب شوی دی چې ددغه هیواد په لسګونو زره بې ګناه خلک ووژل شي او دغه هیوادپه کنډوالو بدل شي .
سیاسي شناند حمزه الحسن دلبنان په کورنیو چارو کښې د سعودي عربستان لاسوهنو ته هم اشاره و کړه او ټینګار یې وکړ په لبنان کښې دسعد حریري په مشرۍ د مارچ دڅوارلسمې (۱۴) د ډلې په شمول له یو شمیر سیاسي ډلو د سعودي عربستان ملاتړ سبب شوی دی چې دغه هیواد په تیرو میاشتو کښې له سیاسي او امنیتي ګډوډیو سره مخ شي .
دسعودي عربستان دغه سیاسي فعال دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې دسعودي عربستان لاسوهونکی سیاست کاملا ماتي خوړلی وباله په دې ډول چې د عربستان د جاسوسۍ ادارې دمشر بندر بن سلطان له کاره لیرې کول په همدې چوکاټ کښې جاجول کيږي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauona.49nom1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته