دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 110229
د داعش ترهه ګری ډلی، تر اوسه پوری دعراق په الانبارکی، شپږ زره کسان وژلی دی
د الیوم السابع خبری اډی د رپوټ له مخی، د عراق د الانبار ولایت د شورا رئیس، صباح کرحوت، پرون وویل : د داعش ترهه ګری ډلی، د ۲۰۱۳ م کال په وروستیوکی، پر دغه ولایت باندی د حملی له پیل څخه تر اوسه پوری، ۶ زره کسان اعدام او پانسی کړی دی .
ده زیاته کړه : داعش زر تنه، د فلوجی په ختیځ کی، د الکرمه په ښارکی، نږدی زر تنه، او نور یو زرو پنځه سوه کسان، په فلوجه کی اعدام کړی دی .
صباح کرحوت وویل : داعش د الرمادی د لویدیځو سیمو له نیولو وروسته هم، د البونمر د قبیلی له افرادو څخه، څه دپاسه زر تنه، اعدام کړی دی، او د دغی قبیلی د رئیس، شیخ حاتم عبدالرزاق النمراوی ، له برخلیک څخه هم، چی د داعش په وسیله تښتول شوئ، خبر په لاس کی نشته .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauwn6o49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته