د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو هوایي ځواک د الوتکو د پرزې کول مسوولیت نه لري.
د دغه وزارت ویاند ظاهرعظیمي په یوه بیان کې ویلي؛ شل «سي ۲۷» ډوله ټرانسپورټي الوتکې چې د ۴۸۶ میلیونه ډالرو په ارزښت له ایټالیا پېرل شوې وې شپاړس یې افغانستان ته انتقال شوې.
عظیمي وايي، د پرزو د نشتوالي، د کمپنۍ د تړل کېدو او له پروازه د وتلو په نسبت د افغان هوايي ځواک لپاره دا الوتکې د استفاد وړ نه وې او بېرته د اییتلافي ځواکونو هوايي ډګر ته انتقال او امریکا ته وسپارل شوې.
د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو څارګرې ادارې سیګار په خپل یوه وروستي راپور کې لیکلي چې؛ د افغان هوايي ځواک شپاړس ټرانسپورټي الوتکې په پرزو بدلې او بیا پلورل شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)