دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 134629
که تپل شوې جګړه ختمه نشي؛ په بدیلو لارو به غور وکړو
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا چارسمبالې استازې لارل میلر سره په کتنه کې ویلي چې که افغانستان کې تپل شوې جګړه ختمه نشي؛ نو دوی به په بدیلو لارو به له سره غور وکړي. اغلې میلر ولسمشرۍ ماڼې کې له ولسمشرغني سره د سیمې د امنیتي وضیعیت او د افغانستان او پاکستان د اړیکو څرنګوالي په اړه خبرې اترې کړي. ولسمشر غني له دې سره په خبرو کې ویلي: "افغانستان کې روانه جګړه له بهر څخه تپل شوې ده او که یې مخه و نه نیول شي؛ نو مونږ به په بدیلو لارو غور او اقدام وکړو." خو نوموړی دا ندي ویلي چې بدیله لار به یې څه وي. ده زیاته کړې چې د افغانستان خلک د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي او نور د سازمان شويو جګړو او د ترهګریزو بریدونو زغم نه لري. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ښاغلی غني او مېرمن میلر د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې اترې کړي دي. ولسمشر غني زیاته کړې، چې اوسمهال افغانستان د ترانزیت په برخه کې بشپړ پرمختګ کړی او د یوې ترانزیتي لارې له انحصار څخه وتلی دی. د نوموړي په وینا، حکومت هڅه کوي چې د هیواد د اقتصادي او سوداګرۍ ودې او د سیمه ییزو همکاریو ته پراختیا ورکړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې چارسمبالې استازې په داسې حال کې د افغان ولسمشر غني سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه لیدنه کوي چې په دې وروستیو کې د داوړو هیوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې ترینګلې شوې دي. افغان چارواکي تل ګاونډی هیواد پاکستان په دې تورن کړی چې په دغه خاوره کې له ترهګرو سره مرسته او ملاتړ یې کوي. ولسمشر غني څو ځلې پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو څخه په مالي او روزنیز ملاتړ تورن کړی او له نړیوالې ټولنې غوښتی، هغه هیواد چې ترهګرو ته پټځایونه ورکړي او له هغه ملاتړ کوي باید منزوي شي. له دې وروسته، د امریکا کانګرس غړو هم پاکستان د ترهګرو اصلي ملاتړ یاد او له خپل دولت څخه یې و غوښتل چې دغه هیواد باندې خپل مالي ملاتړ بند کړي. دوی ویلي و، چې پاکستان له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه له امریکا میلیونونه ډالر اخیستي، خو د مبارزې پر ځای یې ورڅخه تل ملاتړ کړی دی. د کانګرس غړو ټینګار کړی و چې که پاکستان له ترهګرو څخه له ملاتړۍ لاس په سر نشي، نو باید څنډې ته شي. که څه افغانستان د سیاسي اړیکو ترڅنګ له پاکستان سره ترانزیتی او اقتصادي پراخې اړیکې درلودې، خو په دې وروستیو کې د چابهار بندر او له افغانستان سره د ترکمنستان او ایران اورګاډي پټلۍ د نښلېدو وروسته، دغه اړیکې هم ډېرې اغیزمنې شوي. ولسمشر غني هم دې ټکي ته په اشارې سره ویلي چې غواړي په راتلونکي کې دغه هیواد له ترانزیتي انحصار څخه و باسي.
https://avapress.com/vdcauyn6o49nei1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته