دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 98790
ولسمشر کرزي يوشمېر افغان لیکوالو او څېړونکو ته عالي دولتي مدالونه ورکړل

ولسمشر حامد کرزي يوشمېر افغان فرهنګیانو، لیکوالو او څېړونکو ته عالي دولتي مدالونه ورکړل.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي؛ دا مډالونه د هېواد فرهنګي شخصیتونو ته پرون په ارګ کې د خاصو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شول.
قاموس لیکوال عبدالحمید بهیج عثماني د همدې فرهنګیانو له ډلې دی. ښاغلي عثماني آزادۍ راډیو ته وویل:
"هېوادمشر د افغانستان په کچه اوه څلوېښتو نومیالو لیکوالو؛ ادیبانو، څېړونکو، شاعرانو او کارپوهانو ته چې په دې هېواد کې یې د پام وړ علمي او ادبي آثار لیکلي دي؛ د غازي میربچه خان عالي دولتي مډالونه ورکړل."
بهیج عثماني وايي، په دې ډله کې د هېواد د بېلابېلو ژبو او ولایتونو شخصیتونه شامل وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaw0no.49nao1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته