دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 96350
مستغني: د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ
یوه ورځ وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د حکومت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني سلاکارانو د شمېر د زیاتېدو په اړه بحث وکړ؛ د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې دوی به په درېیو بیلابیلو برخو کې د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په اړه خپل اعتراض لیک ابرار حسین ته وسپاري.
"له افغان حکومت سره لومړني شواهد دا ښايي چې؛ د پاکستان حکومت د ټروریزم سره د مبارزې لپاره په خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی؛ بلکه په افغانستان کې د ټروریستانو په لیکو کې د پاکستاني پوځيانو او مشاورینو شمېر ډير شوی. بل مورد دا دی چې، د تخریبي فعالیتونو ترڅنګ د پاکستان پوځ په ورستیو څو ورځو کې د کونړ پر دانګام او شیګل ولسوالیو خپل بریدونه زیات کړې دي او په دې ورستیو کې دننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د نژدی زرو وسله والو کسانو له خوا حمله، بله موضوع ده."

نوموړي وويل، د پاکستاني ځواکونو له خوا په افغانستان کې د بریدونو او د دې ښکاره یرغل په اړه به افغان حکومت هم خپله پریکړه وکړي.

ښاغلي مستغني وویل، که چیرې د پاکستان له خوا دغه ډول لاس وهنې دوام وکړي؛ نو دوی به په نړیواله کچه دا مساله مطرح او خپلې ټولې اړیکې به له پاکستان سره پرې کړي او په نهایت کې به پوځي ځواب ته هم مجبور شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې ورځې په غونډه کې همدارنګه وویل؛ چې د افغانستان له امنیتي ارګانونو سره د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني پوځیانو او مشاورینو د حضور د زیاتیدو په اړه هم شواهد موجود دي.

په دې غونډه کې ویل شوي؛ چې د پاکستان پوځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د شوو توافقاتو په خلاف په تیرو څو ورځو کې د کونړ پر دانګام او شیګل ولسوالیو خپلې راکټې حملې زیاتې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې؛ ویل کیږي، تروریستان د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوړي.

احمد شکیب مستغني په دې اړه وویل:

"تر ډيره هڅه کیږي چې، د ډیورنډ کرښې له هغې غاړي چې کومې سرغړونې ترسره شوي په دې خبرو سره پرې پرده وغوړوي؛ خو د افغانستان حکومت سره نورې لارې چارې هم په نظر کې نیول شوي دي، د دغو سرغړونو په دوام کې به ترې استفاده وکړي."

افغان حکومت په کراتو د پاکستان د پوځ له خوا د بریدونو او سرغړنو په اړه خپل اعتراضونه دې هیواد ته سپارلي خو تراوسه کومه نتیجه يې نه ده ورکړي.

یو شمیر څيړونکي بیا وايي چې؛ افغان حکومت باید دا مساله د ملګرو ملتونو له سازمان سره مطرح کړي.
https://avapress.com/vdcaweno.49nim1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته