دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 156102
ترامپ او نظربایف د افغانستان په اړه خبری کوی
د آمریکا او قزاقستان ولسمشران قرار دی په راتلونکو وختونو کې د افغانستان وضعیت په اړه خبری وکړی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ خبرګزاری او نور سلطان نظربایف د قزاقستان ولسمشر قرار دی په راتلونکو کې د افغانستان په اړه خبری اتری وکړی.
د قزاقستان ولسمشر قرار دی چی په جاری اونیو کې د یو عالی رتبه هیئت په لړ کې واشنګتن ته سفر وکړی.
ایرلان کارین، د قزاقستان بین المللی اړیکو شورا مشر وویل چی نظربایف په دی سفر کې د دونالد ترامپ سره، د دواړو هیوادونو مرستو او همدارنګه افغانستان وضعیت په اړه خبری کوی.
د هغه په وینا، دواړه لوری به د بین المللی او دوه اړخیزه همکاریو پوری اړوند مسائل تر بحث لاندی ونیسی.
کارین وویل چی په دی سفر کې په خاصه توګه هسته ای اسلحو نه پراختیا او افغانستان وضعیت په اړه خبری وسی.
هغه زیاته کړه چی که څه هم هیواد یی په کابل کې د ناامنی حل لپاره کوم مشخص وړاندوینه نه لری، خو کولای سی په دی هیواد کې سوله په برخه کې مرسته وکړی.
د کارین په وینا، قزاقستان دی ته په توجه سره چی یو سیمه ایز بازیګر او افغانستان او طالبانو په چارو کې امنیت شورا کمیته دوره ای مشر دی، کولای سی د سولې په برخه کې ښه نقش ولوبوی.

https://avapress.com/vdcawin6u49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته