سږ کال هم ددغه کنفرانس د ګډونوالو ډیره پاملرنه په پراخه کچه پوځي همکاریو ته، په اروپا، منځني ختیځ، د آرام سمندر او د مرکزي آسیا په هیوادونو کې امنیتي ستونزو ته اړول شوې ده.
د کنفرانس په کار کې د ۸۰ هیوادونو څخه تر۵۰۰ تنو ډیر میلمانه چې د دفاع د چارو وزیران په کې شامل دي او د ملګرو ملتونو د نړیوالو سازمانونو OSCE، CIS، CSTO ریسان، د خپلواکه هیوادونو د ټولنې استازي د افغانستان د دفاع د چارو وزیر او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم برخه لري.
په کنفرانس کې د روسیې د امنیتي شورا مشر نیګولای پاتریشوف، د روسیې ددفاع د چارو وزیر سرګي شایګو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د روسیې د امنیت د فدرالې چارو د ادارې مشر الکساندر براتنیکوف چې د روسیې لید لوری وړاندی کوی، ګډون لري.
په کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په استازیتوب د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال جیفري فلتمان خپله وینا واوروي.