دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 89970
د ولسي جرګې ځینو غړو د لوړو زده کړو وزیر په بې کفایتۍ تورن کړ
د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید په کانکور ازموینه کې د درغلیو په خاطر د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره نن ولسي جرګې ته تللی و.
یو شمېر وکیلانو وویل چې؛ په کانکور کې پراخه درغلي شوې او د لوړو زده کړو وزیر یې په بې کفایتۍ تورن کړ.
دوی وویل چې، د کانکور په پروسه کې د شویو درغلیو په برخه کې ځینې حکومتي چارواکي هم شامل دي.
د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د ولسي جرګې د ځینو غړو انتقادونه ناسم وبلل او ویې ویل چې، په پوهنتونونو کې د جذب کموالی هغه څه دي چې؛ دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي.
د ۱۳۹۲ کال د کانکور په ازموینه کې یو لک او لس زره کسان لوړو زده کړو او نیمه عالي تحصیلاتو ته کامیابه شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawona.49no01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته