دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۰
د مطلب کود : 114801
جمهور رئیس غني د لوګر ولایت د وروستۍ پېښې د شهیدانو ورثوو ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت د بره کي برک په ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د هوایي برید له امله د ملي اردو د شهیدو منسوبانو له ورثوو سره وکتل.


په دغه کتنه کې چې پرون له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني یو ځل بیا د شهیدانو ورثوو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

په دې کتنه کې چې په دغه هوایي برید کې ټپي شوي سرتیري هم حاضروو، لومړي موظف شوي پلاوي چې د دغې پېښې د څېړنې په موخه د لوګر ولایت ته لېږل شوی و، د خپلو موندنو رپوټ جمهور رئیس ته وړاندې کړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوی خدای له دربار څخه د دغې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر هیله وکړه.

جمهور رئیس غني وویل چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو کړنې د افغانستان د خلکو، سیمې او نړۍ لخوا ستایل شوې دي.

جمهور رئیس غني وویل چې امریکایي چارواکي د لوګر ولایت د وروستۍ پېښې د رامنځته کېدو له امله اندیښمن دي او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده.




جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما له ده سره په وروستي ویدیو کنفرانس کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو میړانه او زړورتیا وستایله .




جمهور رئیس غني زیاته کړه چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ نه هېریدونکې دي او د هغوی په سیمو کې به مهم ځایونه د دوی په نومونو ونومول شي او د اوږد مهال لپاره به د حکومت لخوا د هغوی کورنۍ او ورثه وپالل شي .




جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د دغه هوایي برید د ټپیانو په درملنه کې له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلي.




جمهور رئیس غني وویل چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید د افغانستان د امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ لا ډېره همغږي رامنځته شي.




ده څرګنده کړه چې د دغې پېښې شهیدانو او ټپیانو ته یې په فوق العاده ډول یوه یوه رتبه منظور کړې ده او حکومت د خصوصي سکټور په ملاتړ د داسې یو بنسټ په جوړېدو بوخت دی چې د شهیدانو د بچیانو لپاره د تعلیم او د هغوی کورنیو ته په دوامدار ډول د مرستې زمینه برابره کړي.




د دغې کتنې په پای کې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ پلاوي لخوا د شهیدانو ورثوو او د پېښې ټپیانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawyn6649n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته