دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 127744
د هېواد په شمال کې د جنبش ملي او جمیعت اسلامي ګوندونو ترمنځ نښتې
د هېواد په شمال کې د جنبش ملي او جمیعت اسلامي ګوندونو پلویانو ترمنځ وسله‎والو نښتو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.
د هېواد په شمال کې د جنبش ملي او جمیعت اسلامي ګوندونو پلویانو ترمنځ وسله‎والو نښتو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.
په شمال کې خلک او د خلکو یوشمېر استازي وايي چې طالبانو د دغو ګوندونو له نښتو ګټه پورته کوي او خپل شتون په یاده سمیه کې پراخوي چي اوسمهال یي د آلمار ولسوالۍ ځيني برخې یې نیولي دي.
د جنبش ملي او جمیعت اسلامي ګوندنو ترمنځ د وسله‎والو نښتو په وروستۍ پېښه کې څو تنه وسله‎وال او درې ملکې وګړي وژل شوي دي.
دا دوه ګوندونه د ولسمشر د لومړي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر لخوا اداره کیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«مهم نه دي چې دوی په چا پورې تړاو لري؛ خو هغه کسان چې پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي او خلک زوروي هر څوک چې وي تر قانوني څار لاندې به راشي.»
ویل کېږي چې طالبانو له دغو نښتو ګټه پورته کړې ده او د المارو ولسوالۍ یوه برخه یې نیولې ده.
د دواړو ګوندونو ویاندویان د خپلو پلویانو په وسله‎والو کولو تورنوي، دوی وايي چې له دولتي امکاناتو د یو بل په ځپلو کې کار اخلي.
د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند ویاند، بشیر احمد ته‎ینج وايي:«د المارو ولسوالۍ پېښې ولي له المارو څخه د باندې ملاتړ کېږي په ځانکړې توګه د بلخ سرپرست والي له‎خوا چې هره ورځ یې موږ د داسې حالت شاهدان یوو؛ که داسې نه وه نو دا مسله د کلي په کچه هوارېده.»
د سلامي جمیعت د ویاند مرستیال، ذبیح فطرت وايي:«د ولایت والي چې غږ یې هم ثبت شوی او جنرال فاروق ته زنګ وهي او ايي چې موږ خپل چمتووالی لرو، پرتا برید کوو او خپل کفن اغوستو سره چمتو ووسه چې دا سند د اسلامي جمیعت په لاس کې دی.»
د جنبش او جمعیت ترمنځ جګړو په شمالي ولایتونو کې ډېری کسان اندیښمن کړي دي، ویل کیږي چې پانګوال د دغو جګړو له امله په شمالي ولایتونو کې پانګونه نه کوي او ډېرې کورنۍ هم د دواړو ګوندونو د پلویانو ترمنځ د جګړو له امله ګډه شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوه، عزیز رفعي وايي:«له بده مرغه چې په افغانستان کې ټول سیاسي او قومي ګوندونه په منظم ډول د وسلو زیرمې لري چې د افغانستان راتلونکې لپاره خطرناکه دی.»
د مشرانو جرګې غړی، ګل محمد رسولي وايي:«د دواړو خواوو وسلې کورنیو چارو وزارت پورې تړاو لري، او دواړه خواوې له درنو وسلو سره جګړه کوي؛ په دې ترڅ کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي او په هره نښته کې کابو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوړي.»
د ملي یوالي حکومت مشرانو ژمنه کړې وه چې د غیر مسولو وسله‎والو کسانو فعالیتونه به بند کړي. خو یوشمېر کاپوهان وايي حکومت نه یواځې د وسله‎والو مخنیوی نه دی کړی بل‎کې دا ډلې له دولتي امکاناتو په کار اخیستو د یو بل پر وړاندې جګړې کوي.
https://avapress.com/vdcay0n6y49nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته