دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 131145
د سولی لپاره هر یوځای کیدنه غنیمت دی
ددولت او حکمتیار داسلامی حزب دتوافقنامی دامضا څخه خبری کیږی.

ددولت او حکمتیار داسلامی حزب دتوافقنامی دامضا څخه خبری کیږی.
دداخلی رسنیو په بیان، دا توافقنامه دسید احمد ګیلانی دسولی دعالی شورا رئیس، محمد حنیف اتمر دافغانستان دامنیت ملی مشاور، عطاء الرحمان سلیم دسولی دعالی شورا منشی دافغانستان ددولت په نمایندګی او محمد کریم امین دګلبدین حکمتیار په نمایندګی، داسلامی حزب رهبر ترمنځ امضا سو.
ددی توافقنامی په اساس دولت ضمانت کوی چی دګلبدین حکمتیاراو داسلامی حزب نورو رهبرانو دسولی په بدل کی به قضایی مصونیت رامنځته سی.
پوهیږو چی خبری او حدیثونه دحزب اسلامی، قوماندانانو او دګلبدین حکمتیار دعملکرد په اړه ډیر دی. ځینی دا حزب او دهغه رهبری دمجاهدینو دکامیابی وروسته دداخلی جنګو دشروع عامل بولی او په دی باور دی چی داحزب دمجاهدینو ددولت په مقابل کی په دریدو سره ځینی نور جهادی حزبونه هم تحریک کړ چی دمجاهدینو ددولت په مقابل کی شورش وکړی او دهیواد اوضاع دداخلی جنګو په لوری سوق کړی او په نتیجه کی دناامنی درامنځته کیدو لامل او دځینو بی ګناه افغانانو دوژل کیدو او زخمی کیدو لامل سی.
بنا پردی زموږ ځینی هموطنان نتیجه اخلی چی دحکمتیار اسلامی حزب ددولت سره دیوځای کیدو ښایسته والی نه لری اوددولت څخه غواړی چی ددی حزب دقبلولو څخه خودداری وکړی؛ په همدی دلیل او په همدا اغیزه چی زموږ ځینی هموطنان دتوافقنامی دامضا وروسته په کابل کی ځینی اعتراضونه او تجموعی رامنځته کړ.
دا تجمع دلسهاوو خلګو په حضور سره دشهر نو په پارک کی رامنځته سو او اشتراک کوونکی دسر ورکولو په شعار دحکمتیار سره خپل مخالفت شکاره اعلام کړ.
خو ځینی نور خلګ لکه دوحدت ملی حکومت سران په دی باور دی چی په اوسنی شرایطو کی دمخالفو حزبو یوځای کیدل دافغانستان دسولی او ثبات دبرقرارلو لپاره یو غنیمت دی او په هیڅ عنوان سره دا فرصتونه باید دسترګو تیر نه کړو او هغه دافغانستان دملی منافع لپاره ضایع نه کړو.
ددی ډلی خلګو او دولتمردانو په نظر، لومړی دا چی هیڅ حزب په افغانستان کی وجود نه لری چی سل په سله شکاره او روشانه کارنامه ولری او حتی یو مرمی هم دهیواد دخلګو پرمنافع باندی نه وی فیر کړی.
نو، له دی نظره، ټول ډلی او جهادی احزاب او دهغه بغیره په افغانستان کی په یو کتار کی قرار لری او هیڅ یو پربل ښه والی نه لری؛ ځکه چی لږترلږه ټوله دهیواد او خلګو په تباهی کی سهم درلودلی دی؛ اوس یو لږ او یو هم ډیر؛ خو هیڅ یو لاس یی دوینی او اور څخه خالی نه وو.
دوهم داچی، سوال دا دی چی دټولو حزبو د نقص او کاستی په درلودلو سره کوم دلیل وجود لری چی حکمتیار او دهغه دحزب نور غړی په حکومت کی حضور ونه لری او ځینی پوستونه اشغال نه کړی؟!
دریم داچی دافغانستان وضعیت داسی حال ته رسیدلی دی چی دولت مجبوره دی هغه مخالف حزبونه او ډلی ومنی چی په خرابو فعالیتونو باندی مشغول دی او خلګ بی ګناه او باګناه وژنی!.
بنا پر دی عقل او شرع او هم خرد او سیاسی منطق حکم کوی چی دملی وحدت حکومت، اعتراضونو ته په توجه نه کولو سره دهرډول شورشی حزبو په یوځای کیدو کی تلاش وکړی او دهغوی څخه استقبال وکړی او په هیواد کی امنیت او ثبات برقراره کړی.

https://avapress.com/vdcay6n6m49ne61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته