دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 96134
جمهور رئیس کرزي پر حشمت کرزي تروریستي حمله په کلکو ټکو وغندله
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي پر حشمت کرزي تروریستي حمله چې نوموړی په کې په شهادت ورسېد، په کلکو ټکو وغندله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس د دغه تروریستي برید په غندلو سره وویل: لکه نورافغانان چې هره ورځ په هېواد کې په تروریستي بریدونو کې په شهادت رسیږي، زموږ کورنۍ هم له دغه مصیبت څخه مستثنی نه ده او موږ دغه قرباني منو.
د هېواد جمهور رئیس، شهید حشمت کرزي ته د لوی خدای له درباره څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay6no.49nie1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته