دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 108943
جمهور رئیس غني د ناټو سازمان له سرمنشي سره وکتل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، په سیمه ایز وخت پرون له غرمې وروسته په واشنګټن کې په خپل استوګنځي کې د ناټو سازمان له سرمنشي ښاغلي ینس ستولتنبرګ سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د تروریزم پر خلاف د ګډې مبارزې، د افغانستان د امنیت د ټینګښت، د سیمه ایزو همکاریو، د سولې د بهیر او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په باب بحث او خبرې اترې وکړې.

د ناټو سرمنشي د تمویل، تجهیز او روزنې په برخوکې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د امریکا د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه.
په مقابل کې جمهور رئیس غني د سیمې په امنیت او ثبات کې د افغانستان په دریځ او اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات کلي ده.

جمهوررئیس په دې کتنه کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو له مرستو، همکاریو او په افغانستان کې د هغوی د عسکرو د قربانیو ستاینه وکړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayan6e49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته