سلګونو کسانو نن په پکتيا ولایت کې د یوه لاريون پر مهال د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.
سلګونو کسانو نن په پکتيا ولایت کې د یوه لاريون پر مهال د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.
لاریونوالو ویل چې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې په مرموز ډول د قومي مخورو وژنې زياتې شوې دي.
لاریونوالو پر ځايي دولتي ادارې کلکې نېوکې کولې، چې ګوندې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلې ده.
پکتیا کې د قومي مشرانو د وژنو په لړ کې څلور ورځې وړاندې هم د اهل تشیع يو قومي مشر او د سولې شورا د ولايتي کمټیې غړی له خپل زوی او ساتونکي سره يو ځای د نامعلومو وسلوالو له لوري و وژل شو.
د دغه ولایت د والي ویاند نقیب احمد اتل سپوږمۍ راډېو ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې ولسمشر اشرف غني هم د یاد قومي مشر پر وژنې خواشیني څرګنده کړې او دوی یې په اړه پلټنې کوي.