ټاکل شوې ولسي جرګه نن امنیتي مسولین د دغې جرګې استجوابیه غونډې ته ور وغواړي.
له دغې جرګې څخه د ازادۍ راډیو خبریاله وایي، وکیلان به له امنیتي ځواکونو څخه د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه پوښتنې وکړي.
تردې یوه ورځ مخکې مشرانو جرګې هم د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت مرستیال دغې جرګې ته ورغوښتي وه.
په پرونۍ غونډه کې ترډیره له امنیتي مسولینو سره د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان د راکټي حملو او د سرحد په اوږدوکې د پاکستان له خوا د خندقونو د ایستلو په اړه خبرې او بحثونه وشول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)