د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سناتور جک رید په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو د څرنګوالي، تروریزم سره د مبارزې او د سیمې د وضیعیت په هکله بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو او همکاریو د دوام قدرداني وکړه.
همدارنګه په دې کتنه کې د تروریزم د خطرونواو سیمه ییزو نا امنیو په هکله خبرې وشوې او د تروریزم پديدې پر ضد د سیمې او نړۍ د هیوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو.
د دې لیدنې په پای کې جمهور رئیس غني او د امریکا د کانګرس پلاوي د دواړو هیوادونو تر منځ پر لا ډېرې همکاری ټينګار وکړ.