دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 134548
دجنرال غوری له لاسه ورکول لویه ضایع ده
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ وطنپال جنرال، د ۲۰۷نمبر قول اردو قوماندان جنرال محي الدین غوري د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې د یو رسمي ماموریت پر مهال، هوايي سانحه کې ژوند له لاسه ورکړ. جنرال غوري، ازمویل شوي نظامي کدراو د هېواد صادق او زړور بچی و چې دښمن سره يې په مخامخ جګړه کې خپله میړانه ښودلې وه. د جنرال غوري له لاسه ورکول د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د خلکو لپاره ستره ضایعه ده. د دغې غمجنې پېښې له امله د هغه کورنۍ، وسله‌والو ځواکونو او ټولو وطنوالو ته تسلیت وایم او د خدای تعالی په دربار کې ورته د فردوس جنت دعا کوم او د پېښې ټپيانو ته بشپړه روغتیا غواړم.
https://avapress.com/vdcayyn6a49nem1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته