دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 126160
هلمند: د خنجر ۰۱۳ په نوم عمليات پيل شول
د هلمند ولايتي اداره وايي، د خنجر ۰۱۳ په نوم دا عمليات يې تېر ماخستن اته بجې پيل کړل، چې تر دې دمه په برياليتوب روان دي.

د هلمند ولايتي اداره وايي، د خنجر ۰۱۳ په نوم دا عمليات يې تېر ماخستن اته بجې پيل کړل، چې تر دې دمه په برياليتوب روان دي.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، د هلمند په څلورمه امنيتي حوزه باباجي، نادعلي، مارجه او نهرسراج ولسواليو اړوند سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو پراخ عمليات پيل شول.

ځواک وايي، دا عمليات به تر هغه روان وي، ترڅو هغه سيمې دولت تر خپلې ولکې لاندې راولي چې اوس طالبان پکې دي.

نوموړی وايي، د يادو عملياتو لپاره زرګونه سرتېري پر دندو ګمارل شوي دي، چې په پوره درنو او سپکو وسلو سنبال دي.

يوه امنيتي باوري سرچينه وايې چې تېر ماښام د لښکرګا ښار د سقوط له ويري بيړنۍ امنيتي غونډه وسوه او سم دستي د خنجر ٠١٣ په نوم پوځي عمليات پلان او د ماخستن پر اته بجې دا عمليات پيل سوه.

سره له دې چې تر اوسه د خنجر ۰۱۳ په نوم عملياتو په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا د طالبانو بريدونو زور اخيستی.

يو شمېر سرچينې وايي، چې د طالبانو د بريدونو له ډېرېدو سره دولت ياد عمليات شروع کړل، چې د دوی په خبره تر دې دمه يې ګڼې سيمې له وسله والو مخالفينو نيولي دي.

https://avapress.com/vdcb00b8grhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته