دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 94696
امنیتي سرچینه: د هلمند په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو جسدونه د کویټې جیلاني روغتون ته وړل شوي
یوې امنیتي سرچینې چې له نوم اخیستو یې ډډه کړې وايي چې، د هلمند په جګړه کې د پاکستان افراطي جنګیالیو جسدونه د کویټې ښارد جیلاني روغتون ته وړل شوي دي.
د دغه سرچینې په وینا د هلمند په روانه جګړه کې شاوخوا۵۹ پاکستاني افراطي جنګیالي د افغان امنیتي ځواکونو په پراخو تصفیوي عملیاتو کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې؛ د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې د سنګین ولسوالۍ په ځينو برخو کې وسله وال مخالفین لا هم مقاومت کوي او ډيرژر به په دغه ولسوالۍ کې امنیت ټینګ شي.
افغان امنیتي چارواکي وايي، په نوزاد، کجکي، موسی کلا او خانشین ولسوالیو کې د مخالفینو حملې په شاتمبول شوي دي او اوس مهال په دغه ولسوالیو کې امنیت ټینګ دی.
https://avapress.com/vdcb00b9.rhba9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته