دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 142766
مسټر: افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو په اړه پرېکړه نه ده شوې

د امريکا متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه افغانستان ته د نورو امريکايي پوځيانو د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

ايچ، ار مک-مسټرر وايي، ولسمشر ټرمپ لا دا پرېکړه نه ده کړې چې افغانستان ته نور امريکايي پوځيان ولېږي که نه؟

د امريکا د ملي امنيت سلاکار ايچ، ار مک-مسټر پرون جمعه په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

"د امريکامتحدو ايالتونو ولسمشر تر اوسه په دې برخه کې د اقدام لپاره کومه پرېکړه نه ده کړې."

ايچ، ار، مک-مسټر وويل ولسمشر ټرمپ به په دې اړه په خپل اول بهرني رسمي سفر کې د نورو متحدانو نظر هم واوري.

ښاغلى ټرمپ به په دې سفر کې سعودي عربستان، ايټاليا او اسرائيل ته لاړ شي.

هلته به له سياسي او مذهبي مشرانو سره د خپلې بهرنۍ پاليسۍ پر مسئله سلا مشورې او بحثونه وکړي.

وروسته به د مې مياشتې پر ٢۵مه په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې او د مې پر ٢٦مه به په ايټاليا کې د G-۷ يا د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو په سرمشريزه کې برخه واخلي.

مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې امريکا افغانستان ته له درې زرو تر پنځو زرو پورې د اضافي سرتېرو پر لېږلو غور کوي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو خپل تحرکات زيات کړي، امريکايي جنرالانو له څو مياشتو راهيسې افغانستان ته د تازه دمه پوځيانو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار ايچ، ار مک-مسټر کنفرانس ته د خبرو پر مهال د سخت دريځو ډلو په وړاندې د افغان قواوو مبارزه وستايله:

"افغان پوځ د هغو تروريستانو چې له هېواده بهر هم فعال دي او وسله والو طالبانو پرخلاف پراخه جګړه پرمخ بيايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې نوره اغېزناکه ستراتيژي هم ولرو، غواړو د خپلو متحدانو نظر واورو او دا چې نور کوم انتخابونه د ولسمشر په وړاندې ايښودلاى شو چې ولسمشر په افغانستان کې زموږ د اهدافو ترلاسه کولو لپاره لا اغېزناک اقدام وکړى شي."

د امريکا د ملي امنيت سلاکار وويل، هېواد يې په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد اغېزناک پوځي عملياتونه کړي چې په نېږدې راتلونکي کې به د امريکا دفاع وزارت په دې اړه نور معلومات خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو پوځي تړون هم افغانستان د خپلو زرګونو پوځيانو پر لېږلو غور کوي.
په افغانستان کې شا او خوا ١٣ زره نړيوال سرتېري دېره دي چې ٨۴٠٠ يې امريکايان او١٠٠٠ تنه يې جرمنان دي.

خو جرمني تېره اوونۍ وويل چې افغانستان ته د خپلو نورو پوځيانو د لېږلو لپاره کوټلي پلانونه نه شته

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb05b80rhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته