دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 132460
د سعودی مقاماتو د اندیښنی وړ استقبال؟
تیر اونی د افغانستان د حکومت اجرایی رییس سعودی عربستان ته سفر وکړ او د سعودی عربستان د مقاماتو له لوری په بی سابقی ډول د استقبال وړ وګرځید. دا استقبال ځینی کسان په عاجلانه داوری وغوښتل او بی له دی چی د استقبال اصلی موضوعاتو ته فکر وکړی هغه یو مثبت ګام د سعودی له لوری وبلل. ځینی کسان هم دا ډول استقبال تر شک لاندی ونیوی او ډیری پوښتنی یی ځان ته جوړ کړ. دا استقبال په داسی وخت کی صورت ونیوی چی خلګ د رییس جمهور اشرف غنی سفر د یاده نه ایستلی. رییس جمهور اشرف غنی د خپل ریاست په لومړیو ورځو کی عربستان ته سفر وکړ، خو چندانی د استقبال وړ ونه ګرځید، د سعودی د حاکمانو سیاست نسبت طالبانو ته تغیر ونه کړ او دهغوی حمایت هم لږوالی ونه موند. تر اوسه هم همداسی دی او طالبان د سعودی عربستان د معنوی او مادی حمایت څخه برخمن دی او د طالبانو ځینی جنګی وسایل د سعودی حاکمانو لخوا تامین کیږی. البته دا کار پټ هم نه دی، د سعودی مرستی هم په پاکستان د سعودی متحد بولی او هم د امریکا متحده ایالات دا مرستی ته وقف دی، ضرورت لری او هغه هیواد د سعودی د سیاسی متحدانو څخه بلل کیږی، له همدی لپاره دی چی دهغه د هر ډول کارو په وړاندی سقوط اختیاروی او کوم خبره نه کوی او کوم اخطار هم نه ورکوی. په هر حال هر څه چی وی د سعودی استقبال د افغانستان د مقاماتو څخه د شک او تردید رامنځته کوونکی دی او ټوله د استقبال د علت څخه په فکر کی دی. که څه هم ددی استقبال سر تراوسه فاش سوی نه دی، خو د نږدی ګمانونو او یقینونو څخه صرف نظر نه سو کولای. څو ورځی مخکی بشار اسد د سوریی رییس جمهور د یو اروپایی تلویزیونی شبکی سره مصاحبه ترسره کړه، هغه وویل چی سعودی زما څخه غوښتی دی چی په هغه صورت کی چی د ایران سره اړیکه قطعه کړم، د بشار اسد دحکومت څخه ملاتړ کوی. یعنی دسعودی مرستی د بشار اسد سره د ایران د اړیکی په پری کیدو اړه لری. شک باید ونه کړو چی د سعودی مقاماتو غوښتنه به د افغانستان د حکومت د اجرایی رییس څخه هم دا وی. یعنی د سعودی حکومت د افغانستان د حکومت څخه وغواړی چی دایران سره خپله اړیکه لږ یا هم پری کړی. پوښتنه په دی ځای کی دی چی که عربستان داسی غوښتنه کړی وی آیا د افغانستان حکومت به یی قبول کړی؟ که سعودی عربستان خپل ټول مرستی د طالبانو څخه قطع کړی، او تلاش وکړی چی د افغانستان او طالبانو ترمنځ دسولی څخه ملاتړ وکړی، حتی طالبان د مذاکری چوکی ته وهڅوی بیا هم لیری خبره دی چی افغانستان دا قبول کړی او خپل اړیکی د ایران څخه پری یاهم لږ کړی. افغانستان به هغه وخت د آرامتیا مخ ووینی چی د خپلو ګاونډیانو سره په سوله کی ژوند وکړی، خپل ټول مشکلات د ګاونډیانو سره حل کړی، لیدل کیږی چی ددی غوښتنی قبلول سخت کار دی او دا غوښتنه به هیڅ وخت د قبول وړ نه وی. شاید سعودی عربستان بله غوښتنه هم ولری. دا چی د افغانستان حکومت یا عبدالله عبدالله خپل اړیکی د افغانستان د شیعیانو سره کم کړی یا هم په سیاسی مبارزاتو کی هغوی هیڅته کړی یا هم هغه عمل ترسره کړی چی سعودی د هغه هیواد د شیعیانو سره ترسره کړه. که داډول غوښتنه هم سوی وی آیا داسی کار د قبلولو وړ دی؟ سعودی مقامات هر وخت په دی برخه کی فکر کړی دی، ددوی ټول غم د شیعیانو سره مبارزه وو او تلاش کړی دی چی د وهابیت مذهب ترویج کړی او لوی مشکل هم شیعیان بللی دی، نو د همدی برخی نه دهغوی غوښتنه کولای سو صورت بندی کړو. په هر صورت که داسی غوښتنه هم سوی وی بیاهم په هیڅ ډول د افغانستان د حکومت لخوا د قبلولو وړ نه دی. لومړی دا چی افغانستان د سعودی عربستان څخه بیل دی، دا ځای خپل قانون لری چی د سعودی عربستان د قوانینو سره د مقایسی وړ نه دی. دوهم داچی په افغانستان کی ټول ملتونه د غم او مصیبت په وخت کی یو دبل سره یوځای وو او خپل هیڅ قوم یو تر بل لوړ نه دی بللی. دریم داچی که څه هم په دی هیواد کی شیعه او سنی وجود لری، خو ددی هیواد سنیان د سعودی د وهابیونو په شان فکر نه دی کړی چی شیعیانو ته کوم زیان ورسوی او د شیعیانو حضور د خپل منافعو او مصالحو خلاف وبولی. څلورم داچی دا خلګ دا تجربه کړی دی ددی خلګو جمعی حضور ددی سبب کیږی چی افغانستان د سولی او سلامت لاره طی کړی، بنا پردی که داسی غوښتنه د سعودی عربستان لخوا ترسره سوی وی د قبول وړ نه دی. نو د سعودی عربستان په استقبال هم زړه نه سو خوشحالولای او هغه یو حسن کار وبولو.
https://avapress.com/vdcb05b8grhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته