په شمال بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړی برید وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د څلور قول اردوګانو د قوماندانانو د تبدیلۍ او تعيينولو پېشنهاد منظور کړ.
د صدای افغان خبری آژانس، ارګ ماڼی وایي، ملي دفاع وزارت، په دغه وزارت کې د کاري ظرفیتونو د ارتقا، د چارو د ښه پر مخ بېولو، د سولې د تامین او د قانون د لا حاکمیت په غرض د یو شمېر لوړ پوړو نظامي کدرونو د تبدیلۍ او تعیینولو پېشنهادي لېست جمهوررئیس ته وړاندې کړ.
د ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکليو چې د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان برید جنرال امان الله، تبدیلاً د ۲۰۹شاهین قول اردو د قوماندان په توګه او د ډګر جنرالۍ په کدر کې د تورن جنرال مهمند په ځای، د ۲۰۹شاهین قول اردو قوماندان تورن جنرال مهمندخان، تبدیلاً د ستر درستیز په کدر او پرسونل ریاست کې د فعال احتیاط په بست کې منظور شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ۲۰۳تندر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال محمدناصر، تبدیلاً د ۲۰۵ظفر قول اردو د قوماندانۍ په بست د ډګرجنرالۍ په کدر کې د برید جنرال امان الله په ځای او د دویمې ضربتي لوا قوماندان برید جنرال امام نظر تبدیلاً د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان په توګه د ډګرجنرالۍ په کدر کې د تورن جنرال داوود شاه په ځای منظور شوي.
په همدې حال کې د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داوودشاه تبدیلاً د ستر درستیز د کدر او پرسونل ریاست د فعال احتیاط په بست کې او د ۲۰۳تندر قول اردو د دویمې لوا قوماندان برید جنرال عبدالواسع، تبدیلاً د ۲۰۳تندر قول اردو د قوماندان په توګه د ډګر جنرالۍ په کدر کې شوي دي.