دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 131669
طالبان او دداعش جنګی استراتژی په افغانستان کی
هیڅ مهم سیاستمدار نه دی وژل سوی او د کوم ولایت د سقوط خبر هم نسته. دا دخپلو ملګرو پوهی ته رسوم چی د یو خبرنګار په عنوان تقریبا ټوله حادثی چی زما په اطرافو کی منځته راځی وڅیړم. شاید درته پوښتنه پیدا سی چی تراوسه ولی د کندوز او هلمند او خلاصه د جاری جنګو په اړه می کوم څه نه دی لیلکی؟

هیڅ مهم سیاستمدار نه دی وژل سوی او د کوم ولایت د سقوط خبر هم نسته. دا دخپلو ملګرو پوهی ته رسوم چی د یو خبرنګار په عنوان تقریبا ټوله حادثی چی زما په اطرافو کی منځته راځی وڅیړم. شاید درته پوښتنه پیدا سی چی تراوسه ولی د کندوز او هلمند او خلاصه د جاری جنګو په اړه می کوم څه نه دی لیلکی؟
ځواب: زما ملګری؛ په اوسنی عصر کی جنګ په نړی کی په بل ډول مخته وړل کیږی او روانی جنبه یی فزیکی برخه غوړوی. یو فکر د نړی بحران وهلی منطقو ته وکړی او وګوری چی څه تیریږی. نن تروریستی ډلی ددی موضوع په درک کولو سره چی مالی او اکمالاتی توان نه لری نو دملتو او دولتو سره دمخامخ جنګیدو پرځای، روانی جنګونو ته لاس اچوی.
حتی طالبان هم ددی لاری څخه استفاده کوی. همدا دکندوز دواری سقوط یو ژوندی مثال د طالبانو دروانی جنګ څخه دی چی بیله کوم مصرفه د یو ښار کنترول یی په لاس کی ونیول. د ذبیح الله مجاهد( دطالبانو ویاند ) پاڼی ته او هم نورو شورشیانوته یو نظر واچوی تر څو وپوهیږی چی دا روانی جنګ دکوم هدف لپاره د استخباراتی او اطلاعاتی سازمانو په مرستو مخته وړی. طالبان دهغه څخه چی داعش د عراق دښارونو دنیولو لپاره ترسره کړ شه پوهه ترلاسه کړ. د کندز سره یی هماغه وکړه چی داعش دموصل سره وکړ.
د اجتماعی شبکو نقش
د تروریستانو هدف دعمومی هراس رامنځته کونه او د جامعی دکنترول په لاس کی نیونه ده. په دا ځای کی کوم ارزانه او بهتره وسیله د اجتماعی شبکو څخه؟ هغه وخت چی رسنیزه طالبان دیو او یا دوو اینترنتی پاڼو څخه ډیر پاڼی نه لری، او دا چی دداعش د سیارش رادیو څو ځلی تر هدف لاندی نیول سوی دی، ولی باید دفیسبوک، تویتر، انیستاګرام او نور اجتماعی شبکو څخه په انترنیت کی استفاده ونه کړی؟
د طالبانو د عملیاتو شروع کیدل د عمری په نامه ددی تروریستی ډلی پاڼی په اجتماعی شبکو کی دومره فعال سوی دی چی حتی د دفاع وزارت، داخلی او امنیت ملی پاڼی هم نه دی فعاله. پیغامونه یی هدف لرونکی دی او حتی ځینی خلګ یی تربیت کړی دی چی د پیغام دانتشار په وخت کی په دقت سره او دانترنیت دتراکم څخه په استفادی سره په افغانستان کی خپاره کړی.
د کاربرانو او خلګو نقش
او د شپی دری نیم بجی دی او زه دا متن ددو ورځو تحقیق وروسته لیکم. هغه څه چی د فیسبوک کاربران په دی مدت کی کړی دی، تاثیر یی تر هغه څه ډیر وو چی یو مسلح طالب دجنګ په ډګر کی ترسره کړ.
کولای سم چی په جرات سره ووایم چی اوس هر یو چی هوشمند موبایل او په انترنیت وصل موبایل لری، یو خبرنګار دی او ترټولونه مخکی هر څه چی خپروی دهغه په عواقبو باندی فکر وکړی. البته دا دژورنالیزم یو اخلاقی اصل او درسنی کاردی. تاسو کولای سی چی دیو عکس او یا یو فرد دژوند دخبر او یا هم دیو هیواد دامنیت په خپرولو سره هیواد خطر سره مواجه کړی.
خلګ باید تروریستانو سره مرسته ونه کړی چی خپل عمومی هدف ته هماغه عمومی هراس ته ورسیږی. په دی ځای کی هدف سانسور نه دی بلکی دقت دی. هغه وخت چی د طالبانو یو عکس دکندز په چوک کی خپروی، حد اقل د ویډیو زمان ته توجه وکړی. تاریخ ته، پخوانی علامو او نوی علامو ته په تصویر کی توجه وکړی.
تردی مخکی چی طالبان د کندز ښار مرکز ته ورسیږی، ددوی درسیدو تصویرونه د جعلی پروفایلونو پواسطه نشریدی چی دکندز دتیر کال په سقوط پوری اړه درلودی.
دا دداعش (اسلامی دولت) مخکنی او زوړ ترفند دی چی اوس طالبان دهغه څخه استفاده کوی. هغوی خپل تصویرونه د خلګو سره د برخورد په وخت کی هم خپروی چی دنظام څخه ناراضه خلګ جزب کړی.
د اوبو خټین کول
دطالب تروریستان دا تکنیک هم د داعش څخه زده کړ چی د قدرت دنیولو لپاره او دحامیانو د یوځای کولو لپاره، دخلګو ترمنځ تفرقه رامنځته کړی. طالبان د دباندنی او دخلی حمایت په واسطه د ریاست جمهوری دجنجالی انتخاباتو وروسته د قومی، مذهبی، ژبنی او سمتی تفرقی اچونه په افغانستان کی مخته یوړل او تر هغه ځایه ورسول چی سیاستمداران قدرت تقسیم کړ حکومت یی ضعیف کړ او نظامی جنرالانی یو بل ته دکنایی په ویلو سره اخطار ورکوی. هغوی حتی ددی فکتور په استفادی سره، هغه څه چی نوم یی جهاد ایښی دی دخلګو ترمنځ محترم او مقدسه کړ.
څه باید وکړو؟
تر هغه ځایه چی د افغانستان دخلګو وینه دومره بی ارزش سوی دی چی نه په خپل هیواد کی ځای لری او نه هم په نورو هیوادو کی او جانی اورواین امنیت یی هیڅ یو ته اهمیت نه لری، په دی ځای کای باید خپله خلګ لاس په کار پوری کړی.
تر ټولو بهتره لاره د تروریسم سره دمبارزی لپاره دادی چی دهراس دخپرونی څخه مخنیوی وکړی. هغه کار چی غربی جامعی کوی. که داروپا په یو منطقه کی حمله صورت نیسی، هیڅ رسنی ددی حق نه لری چی دقربانیانو تصویرونه خپاره کړی او ټول خلګ داخلاقی نظره دا کار سم نه بولی. خلګ حتی یو بل ته دلداری ورکوی او دخپل امنیتی ځواکونو سره مرسته کوی ترڅو تروریستان وپیژندل سی او ونیول سی.
حتی خپله تاسو ښه پوهیږی چی د طبیعی حملو او حادثو په جریان کی د فیسبوک دلاری ددی امکان ورکوی چی دنورو هیوادو کاربران ددی اقاربو ته ووایی چی دوی سالم دی. طبعا دا یو خیرخواهانه عمل نه دی بلکی مارک زوکربرګ او شرکت یی ددی څخه ګټه پورته کوی. پیسی یی هغه دولتونه ورکوی چی پوهیږی عمومی هراس ددوی لپاره کیدای سی څومره دروند تمام سی.
په نړی کی پرمختللی هیوادونه هر حرکت په مجازی شبکو کی، تحلیل او تجزیه کوی. خو په افغانستان کی دطالبانو ویاند رسما صفحه لری او دخپل ځان لپاره تبلیغ کوی او هیڅ څوک نسته چی هغه ردیابی کړی او یا هم غیری فعال کړی. حتی دلته دامنیتی ځواکونو کمکاری هم سته؛ ځکه چی دافغانستان امنیتی شورا وکولای سوای چی دکابل انتقادی خپرونی بند کړی او خبرنګاران ددی عمل لپاره بندی کړی، خو دطالبانو او تروریستانو او ددوی دحامیانو د پاڼو دبندولو څخه عاجز دی!
هر یو باید دنظام څخه دانتقاد نه مخکی دخپل ځان څخه پوښتنه وکړی چی دامنیت او عمومی رفاه لپاره یی څه ترسره کړی دی؟ آسانه لاره دادی چی تروریستان ګوشه نشین کړی. باید هر یو چی طالب دی، د بنیادګرانه فکرو څخه حمایت کوی او دهغوی دنفع لپاره تبلیغ کوی که نه سی کولای دخپل دژوند د صفحی څخه پاک کړی، دخپل فیسبوک دصفحی څخه دی پاک کړی. باید په اجتماعی شبکو کی دهر څه په لیدو سره خپاره نه کړی چی یو څو لایکه لاسته راوړی، شاید دا عمل د نورو دژوند په بدل تمام سی او یا هم دښار دامنیت او خپله دهغه دکور دامنیت دخرابیدو لامل سی. باید آموزش لرونکی محتوا خپاره کړو او دخپلو خپرونی محتوا مخکی نه مخکی تجزیه او تحلیل کړو.
باید دخپلو زامنو سره همکاری وکړو چی سالم روان ولری او دتروریسم د کلمی سره آشنا نه سی. باید داسی کار ترسره کړو چی دهیواد راتلونکی نسل ترور دیاده وباسی او دهغه څخه استفاده ونه کړی. زه په دی باور یم چی باید په افغانستان کی دتروریستانو دروانی جنګ سره مبارزه وسی او باید تروریستی فکر له منځه یوړل سی.
باید دغربی رسنیو څخه زده کړو. په لومړی پړاو کی دداعش د ډلی رامنځته کولو سره، تر هغه ځایه چی په خاورمیانه کی لوی منافع درلودی، دا ډله یی آګاهانه یا نا آګاهانه دخلګو مخته لوی شکاره کړ او حتی ویدیوګانی او تصویرونه یی په څو ځلی نشر کړ. خو دا چی دجنګ میدان پراختیا ومونده، ددی ډلی حملی خپلو هیوادو ته یی ورسیدی، دهغوی خپله پښه منځته راوړل سو او دمهاجرت بحران منځته رالی، په یو ځل ددی ډلی میلیونونه انترنیتی محتوا پاک سو او اوس که لوی حمله هم ترسره کړی په یو څو محدودو تصویرو باندی خلاصه کیږی. هدف دادی نه دی چی تاسو پوه نه سی، بلکی هدف دادی چی تاسو هراس پیدا نه کړی او ونه بیریږی.
لیکونکی: رضا شیرمحمدی، بن، آلمان

https://avapress.com/vdcb08b89rhbf0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته