دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 139661
د داعش د ځپلو لپاره د ۶۸ هېوادونو نړیواله غونده تر سره شوه
په واشنګتن کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف نړیواله ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د نړۍ د ۶۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، استازیو او نړیوالو مؤسسو برخه اخیستې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تېلرسن د غونډې ګډونوالو ته په ډاګه کړې؛ کله، چې داعش خپل کمپوترونه پرانیزي او یا هم تلویزیونونه روښانه کړي وبه ویني، چې د نړۍ اته شپېته هېوادونه یې پر خلاف یو موټی شوي دي. مونږ هوډ کړی، چې داعش ته په نړیواله کچه ماته ورکړو. مونږ به متحد پاتې شو او یرغلیز حالت به غوره کړو.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا به په عراق، سوریه، افغانستان او نورو هېوادونو کې، چې داعش شته د پوځي زور له لارې دغه ډله ماته کړي.
د دې نړیوالې غونډې د پرانیستلو پر مهال پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تېلرسن وویل، د داعش ځپل او له‎ منځه وړل په منځني ختیځ کې د امریکا لومړیتوب دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د داعش برید بُزدلانه برید وباله.
د نوموړي په وینا؛ په همدې میاشت کې لسګونه کسان هغه وخت ووژل شول او ټپیان شول، چې د داعش کسانو د داکترانو په جامو کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه روغتون برید وکړ. مونږ پوهېږو، چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ د جګړې په ډګر کې د داعش د هلو ځلو مخه نیسي؛ خو زمونږ په ائتلاف کې یو ګډ قوت به داعش ته وروستۍ ضربه وي.
هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د غونډې په څنډه کې ټينګار کړی، چې له داعش سره ګډه مبارزه جدي اړتیا ده.
د داعش ضد نړیوال کنفرانس په لومړۍ ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له خبرو وروسته د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وینا وکړه او ویې‌ویل، چې داعش افغانستان، پاکستان، عراق، اروپایي هېوادونو او ټوله نړۍ کې له ماتې سره مخ شو؛ ځکه، نو دې ډلې بُزدلانه بریدونو ته مخه کړه.
د داعش خلاف د مبارزې دغو هېوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د داعش پر ضد د افغانستان هڅې ستایلي دي.
داعش هغه ډله ده، چې په لږه وخت کې یې د جګړې او ورانیو له کبله نړیوال شهرت وموند.
https://avapress.com/vdcb09b88rhbf0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته