دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 114866
د کونړ په مروره ولسوالۍ کې ۱۴ طالب وسله وال وژل شوي دي
د کونړ امنیه قومندان وايي چې د دې ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

عبدالحبیب سیدخیل نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر پوسته وسله وال حمله وکړه چې اوس هم روانه ده.

هغه وویل چې د جګړې پرمهال څلور افغان سرتیري او څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دې دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb0ab80rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته